ځینې سرچینې وايي، د غور ولایت فیروز کوه ښار کې د طالبانو او انسان تښتوونکو تر منځ لنډ نښته کې څلور تنه وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د تلې ۳ مه) د غور مرکز کې د ملي امنیت ریاست ته نېږدې رامنځ ته شوې ده.
راپورونه وايي، د طالبانو او انسان تښتونکو تر منځ دغه لنډه نښته کې دوه انسان تښتونکي او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
خو ځینې ځايي سرچینې بیا وايي، د طالبانو نښته له داعش وسله والو سره شوې او داعشیانو د تلفاتو په ورکولو سره له سیمې پښې سپکې کړې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د غور ګاونډ هرات ولایت کې هم د طالبانو او انسان تښتونکو تر منځ نښته کې څلور انسان تښتونکي وژل شوي و، چې وروسته یې طالبانو جسدونه په عام محضر کې راوځړول.
د طالبانو له خوا د انسان تښتوونکو وژل او په دار ځړول د خلکو له تاوده غبرګون سره مخ شوي او ترې غوښتي یې دي، چې د جنایت کارانو پر وړاندې نور هم کوټلي ګامونه پورته کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل