۰

د حکومت د سولې مرکچي پلاوي له خلیلزاد سره لیدلي

سی شنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۱۱
د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي غړو د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دی.
د حکومت د سولې مرکچي پلاوي له خلیلزاد سره لیدلي
د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي غړو د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پلاوي او خلیلزاد لیدنه نن سه شنبې د چنګاښ ۲۲ مه قطر کې شوې او دواړو لورو د سولې د بهیر په اړه خبرې کړې دي.

د حکومت مذاکراتي پلاوی وايي، دواړو په دوحه کې د لیدنې پرمهال د سولې پروسې د پرمختګ او د دې پروسې پر شته ستونزو خبرې وکړې.
دغه راز یاد پلاوي ویلي،  دواړو خواوو د ستونزو ژر تر ژره حل او د سولې پروسې ګړندي کولو پر سر ټینګار وکړ.

په ورته وخت خلیلزاد د افغانانو په مشرۍ او مالکیت، د افغانستان د سولې له پروسې څخه د خپل هېواد د تلپاتې ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د دغه ناستې په اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.

دا ناسته پر داسې مهال تر سره کېږي، چې راپورونه وایي، د حکومت او طالبانو د تماس ډولو تر منځ له تېرو پنځو ورځو راهیسې ناستې پیل شوې دي.

که څه هم دوی تر اوسه په اجنډا توافق ته نه دي سره رسېدلي، خو تازه ویل کېږي، چې طالبانو په ځینو شرطونو د اوربند سره موافقه ښودلې ده.

بل خوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم نن په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې ډېر ژره به د سولې جدي پایلې لرونکې خبرې پیل شي.

نوموړي پر طالبانو او حکومت غږ وکړ، چې د پردیو دسیسې روانې دي او نه باید د سولې لاس ته راغلی فرصت ضایع شي.

ښاغلي کرزي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د ولسوالیو په نیولو سره هیڅ لاس ته نه ورځي او ټینګار یې وکړ چې باید سولې ته غاړه کښېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي