۰

جرمني د افغان حکومت د سولې له نوې طرحې ملاتړ اعلان کړی

دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۱
جرمني د سولې لپاره د افغان حکومت له نوې طرحې ملاتړ اعلان کړی ویلي یې دي، هېواد یې د سولې پروسې د پرمختګ لپاره هر ډول اړینې همکارۍ ته چمتو دی.
جرمني د افغان حکومت د سولې له نوې طرحې ملاتړ اعلان کړی
جرمني د سولې لپاره د افغان حکومت له نوې طرحې ملاتړ اعلان کړی ویلي یې دي، هېواد یې د سولې پروسې د پرمختګ لپاره هر ډول اړینې همکارۍ ته چمتو دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوس پوټزل له ولسمشر غني سره په لیدنه کې کړې دي.

ولسمشر غني پرون یکشنبې د لړم ۱۲ مه ارګ کې د د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوس پوټزل سره کتلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، له افغانستان سره د المان د مالي، نظامي او سیاسي مرستو مننه وکړه وې ویل، دغه مرستې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ، ښو اړیکو او همدردۍ نښه ده.

ولسمشر په خپلو خبرو کې د سولې په اړه ویلي، د افغانستان د سولې پلان باید موږ جلا نه، بلکې یو ځای کړي او زموږ د سولې اوه ماده یي پلان د ملي او بین المللي اجماع نویوالی دی چې افغان دولت پرې کار کوي.

ښاغلي غني ټینګار کړی دي، چې د سولې پروسې مالکیت او رهبري باید د افغانانو په لاس کې وي او هغه څه چې په تېر کې پېښ شوي، باید په دقیق ډول وارزول شي او د راتلونکي پلان لپاره د شرایطو بدلون په پام کې ونیول شي.

نوموړي ویلي د تاوتریخوالي د لمنځه وړلو، مذاکراتو او اوربند لپاره اړینه ده، چې د پایداره سولې تامین ته شرایط برابر شي.

د ښاغلي غني په وینا د افغان حکومت د سولې په پلان کې تر ډېره اتصال، سوداګرۍ او سیمه ییز ترانزیټ ته پام شوی دی تر چې افغانستان د سیمې د څلور لاري په توګه خپل رول تر سره کړي.

دغه راز ولسمشر د پوهنې او د هوایي چلند ادارې د تقویت او همداراز د شنې او نوې کېدونکې انرژۍ په برخو کې د پانګونې لپاره له افغانستان سره د المان د مرستو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوس پوټزل ویلي هېواد یې د افغان حکومت د سولې له نوې طرحې ملاتړ کوي.

نوموړي ویلي، سوله او د دې پروسې ملاتړ مهم دی او هیله ده، چې د افغان حکومت او د هغوی د متحدینو هڅې د سولې لامل شي.

هغه د افغان حکومت د سولې پلان د ستاینې ترڅنګ ویلي«زموږ د هڅو پایله باید دا وي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات پیل شي.»

بل خوا په دغه ناسته کې د همکارۍ او اقتصادي انکشاف لپاره د المان فدرالي دولت وزیر مارتین جاګر وویل، د انکشاف، اقتصادي پراختیا او سیاسي او نظامي ماموریت په برخو کې به یې له افغانستان سره د هیواد مرستې دوام ولري.

مارتین جاګر له افغانستان سره د المان ۷۲ میلیون یورو وروستۍ مرستې ته په اشارې وویل، له افغانستان سره مرستې او همکارۍ لپاره ژمنتیا کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

نوموړي ټينګار وکړ، چې المان به د اقتصادي ودې او د افغانستان د امنیت تامین لپاره د غوره شرایطو برابرولو په برخو کې د دې هیواد ترڅنګ پاتې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي