۰
معصوم استانکزی:

طالبان د خبرو پر مېز یوازې د جګړې د اوږدولو لپاره پلمې لټوي

دوشنبه ۱۱ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۱
د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وایي، طالبان سوله نه کوي، بلکې د خبرو پر مېز باندې یوازې د جګړې د اوږدولو لپاره پلمې لټوي.
طالبان د خبرو پر مېز یوازې د جګړې د اوږدولو لپاره پلمې لټوي
د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وایي، طالبان سوله نه کوي، بلکې د خبرو پر مېز باندې یوازې د جګړې د اوږدولو لپاره پلمې لټوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ستانکزي دغه څرګندونې د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حیلمي سره په یوه مشورتي ناسته کړې کړې دي.

نوموړي ویلي، افغان دولت د سولې لپاره خپلې ټولې هڅې کړې تر څو جګړه پای ته ورسېږي، خو په وینا یې طالبانو نه یوازې سوله نه کوي، تاوتریخوالی یې کم کړی نه دی، بلکې جګړې یې لا زیاتې کړې دي.

خو زیاتوي، چې دوی د دې تر څنګ چې مشروع دفاع کوي د سولې لپاره به خپلو هڅو ته لا هم دوام ورکړي.

په دغه ناسته کې دیني عالمانو د افغانستان اساسي قانون د اسلامي هېوادونو تر منځ بهترین قانون وباله او د سیاسي لارې یې د جګړې د پای ته رسېدو ټينګار وکړ.

ناسته کې د حج وزیر ټینګار وکړ، چې دغه وزارت به د سولې پروسې او جګړې د پای ته رسېدو لپاره د نړۍ د علمانو د ملاتړ د جلب لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې دیني علماوو د سولې په پروسه او دوحه کې د سولې مرکچي پلاوی سره په وار وار د جګړې د پای ته رسېدو او سولې لپاره خپلې مشورې شریکې کړې دي.

د دیني عالمانو په وینا د جګړې دوام داښي، چې طالبان د سولې لپاره سیاسي ارده نه لري او دا کار یې بهرنیو هېوادونو ته افغانستان کې د لاسوهنې زمینه برابره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي