د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د المان له بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس سره تلېفوني خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر او ښاغلي ماس په دغه تلېفوني اړیکه کې د افغانستان په روان حالت او دغه راز د سولې په پروسه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، دغه تلېفوني مکالمه کې له افغانستان سره د المان د همکاریو او مرستو په اړه هم خبرې وشوې.
د المان د بهرنیو چارو وزیر له افغان حکومت سره د همکاریو د دوام او د هېواد له خوا یې د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړی دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لورو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو او د سولې په برخه کې د سیمې او ځانګړي ډول د پاکستان پر رول خبرې کړې او ټینګار یې کړی، چې د سولې لپاره باید سیمه ییزه او نړیواله اجماع پیاوړې شي.
جمهورخبري آژانس:کابل