۰

د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سوله خبرې کړې

پنجشنبه ۲۴ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۱
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د شانګهای کنفرانس په څنډه کې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره لیدلي دي.
د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سوله خبرې کړې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د شانګهای کنفرانس په څنډه کې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ښاغلي اتمر او ښاغلي يي لیدنه پرون چهارشنبې د چنګاښ ۲۳ مه د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې کې شوې ده.

سرچینه وایي، دغه لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزه اړیکو، افغان سولې او په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.

په دغه لیدنه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات غوښتونکی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې دوی د افغان سولې کلک ملاتړي دي او هڅه کوي افغانستان ته د دایمي سولې د راتګ په برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دا د طالبانو لپاره ستره ازموینه ده چې په سیاسي بهیر کې د ګډېدو لپاره جګړې ودروي، له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او په افغانستان کې روانه جګړه د تل لپاره ختمه کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم ویلي چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې ختمه کړل شي او په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو رول مهم او د ارزښت وړ دی.

د یادونې ده، چې ښاغلي اتمر وړمه ورځ د هند، اوزبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره هم پر افغان سوله، دوه اړخیزه اړیکو او سیمې په اړه خبرې اترې کړې وې.

ښاغلي اتمر د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ته ویلي و، چې پاکستان دې د طالبانو د ملاتړ پر ځای د هغوی پټنځایونه بند کړي او د سولې خبرو ته یې د وهڅوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي