د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ویلي، له خپل چنايي وانګ يي سره یې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې او افغان سولې خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر پرون سه شنبې د غوايي ۲۸ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، بېجنګ له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د افغان ځواکونو د ملاتړ په اړه مثبت ځواب راکړی دی.
ښاغلي اتمر په دې اړه چې چین به څه ډول د افغان ځواکونو ملاتړ کوي جزیات ورنه کړل خو ټینګار یې وکړ چې د چین دا دریځ د کوم لوی جیو پولیتیک بدلون په معنا نه دی.
ده زیاته کړه، په دې برخه کې نور جزئیات او ګامونه د افغانستان ملي امنیت شورا، دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت پورې اړه لري چې له چین سره پرې خبرې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې د ترهګرۍ مخنیوی د افغانستان او چین یو ګډ هدف دی او د چین خپلې ګټې هم په دې کې خوندي دي.
د یادونې ده، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم د وانګ یي سره د افغان سولې او ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه تلېفوني خبرې کړې وې.
ښاغلي محب سولې ته د طالبانو د غاړې اېښودو په پار پر طالبانو د ملګرو ملتونو د بندیزونو په ګډون د هر ډول فشار راوړلو غوښتنه کړې ده.
وانګ یې بیا په خپلو خبرو کې د افغان سولې ملاتړ کړی و او ویلي یې و، چې بېجنګ یو خپلواک، مقتدر او یو موټی افغانستان غواړي او په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو ته یوازېنۍ مناسبه حللاره سیاسي جوړجاړی بولي.
د ترهګرۍ سره د ګډې مبارې تر څنګ وانګ يي دا هم ویلي و، چې چین په افغانستان کې د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د سیمې هېوادونو د هڅو ډېرولو وړتیا لري.
جمهورخبري آژانس:کابل