د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ناتو له ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو سره پر یو لړ مسایلو خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر او ښاغلي پونټیکورو لیدنه پرون دوشنبې د زمري ۱۱ مه شوې او په کې د ناټو د دیپلوماتیک حضور پر دوام، له افغانستان سره پر همکارۍ او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په روزنه په ځانګي دول د ځانګړو ځواکونو په روزنه خبرې شوې دي.
ښاغلي اتمر په تېرو دوه لسییزو کې د له افغانستان سره د ناټو د همکاریو او دغه راز د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ له امله مننه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه لیدنه کې د افغانستان او ناټو تر منځ په اړیکو، دوه اړخیزه هوکړې او همکارۍ باندې هم خبرې شوې دي.
د ناټو ملکي استازي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې په برخه کې ډاډ څرګند کړی، د ناټو، افغانستان کې د مېشتو نړیوالو موسیساتو او نړیوالو پرمختیايي مرستو د دوام لپاره یې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د امنیت پر تامین ټینګار کړی دی.
دغه راز نوموړي د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت او رهبرۍ لپاره د افغان کادرونو د روزنې په موخه د یوې اکاډمۍ د جوړېدو وړاندیز هم کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل