په شمال کې د پوځ چارواکي د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال ملا نادر د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن یکشنبې د مرغومي ۲۸ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ملا نادر له افغان ځواکونو سره مخامخ نښته کې وژل شوی دی.
خبرپانه کې ویل شوي، ملا نادر چې په فیضي مشهور و څه موده وړاندې له افغان پوځ او کمانډویانو سره نښته کې ټپي شوی و، چې پرون مړ شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، ملا نادر د طالبانو له کلیدي کسانو څخه و او المار ولسوالۍ کې یې په ډېر بشر ضد جنایاتو کې مستقیم لاس درلود.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:شمال