۰

کابل کې چاودنه: د عامه تصدۍ د ویاند ضیا ودان په ګډون څلور تنه وژل شوي

یکشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۷
پولیس تاییدوي، چې کابل کې د عامه ساتنې تصدۍ د کارکوونکو په موټر چاودنه شوې او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
کابل کې چاودنه: د عامه تصدۍ د ویاند ضیا ودان په ګډون څلور تنه وژل شوي
پولیس تاییدوي، چې کابل کې د عامه ساتنې تصدۍ د کارکوونکو په موټر چاودنه شوې او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د مرغومي ۲۱ مه سهار مهال د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل پولیس وايي، چاودنه د عامه تصدۍ ساتنې د کارکوونکو په موټر شوې، چې په کې څلور تنه وژل شوي او یو تن تپي شوی دی.

د دوی په وینا په وژل شویو کسانو کې یو هم د عامه تصدۍ ساتنې ادارې ویاند ضیا ودان هم شامل دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی او نوعیت یې هم نه دی معلوم.

کېدای شي چاودنه د چسپکي یا هم د سړک د غاړې ماین له امله وي ځکه په دې وروستیو کې د کابل نېږدې هر سهار په همدې ډول چاودنو پیلېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي