۰
صالح:

ولسمشر د ترهګرو د علني محاکمې لارښوونه کړې ده

دوشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۳
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، ولسمشر غني سترې محکمې ته سپارښتنه کړې، چې ترهګر په علني ډول محاکمه کړي.
ولسمشر د ترهګرو د علني محاکمې لارښوونه کړې ده
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، ولسمشر غني سترې محکمې ته سپارښتنه کړې، چې ترهګر په علني ډول محاکمه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن دوشنبې د لیندۍ ۱۰ مه د شپږنیمو تر امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، له ولسمشر غني یو ځل بیا مننه کوم، چې د قانون د حاکمیت د عالي شورا په غونډه کې یې دا لارښونه کړې، چې نیول شوي ترهګر دې په علني ډول محاکمه شي.

ښاغلي صالح دې ته په اشارې چې وايي، ملي امنیت د شپږنیمو له غونډې غوښتنه کړې، چې پر کابل پوهنتون د برید په تړاو د وروستیو نیونو جزیات نور خپاره نه کړي، ټینګار کړی، چې لویې څارنوالۍ او سترې محکمې ته ضرب الاحل ټاکل شوی، چې په یوه ټاکلي وخت کې دغه دوسیه بشپړه کړي.

نوموړي ویلي، خلک نو له سر تړلو او مبهمو دوسیو خسته شوي او غواړي پوه شي، چې قضیه تر کوم ځای پورې ورسېده.

د ولسشمر لومړي مرستیال زیاته کړې«د افغانستان څارنوالي لویې او له ویاړه ډکې لاس ته راوړنې لري، خو په ورته وخت کې د خلکو توقع دا ده، چې معلوماتو ته لاس رسی ولري او پوه شي، چې حساسې او خبر جوړونکې قضیې کوم ځای ته رسېدلي دي.»

د یادونې ده، چې پر کابل پوهنتون برید او وروستیو بریدونو وروسته ښاغلي صالح دوه ځلې د شپږنیمو په امنیتي غونده کې له عدلي او قضایي ارګانونو وغوښتل، چې نور دې ترهګر علني محاکمه کوي.

دغه راز هغه پر خلکو هم غږ وکړ، چې د محاکمې پر وخت پر دغه ترهګرو حق العبدي دعوې وکړي، تر څو پوه شي، چې ملت دوی نه غواړی.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي