۰

کندهار کې موټر بم ځانمرګي برید ۲۳ تنه ټپیان کړل

چهارشنبه ۵ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۲
په کندهار ولایت کې د پولیسو پر یوه مرکز موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې د ځايي چارواکو په وینا ۲۳ تنه یې ټپیان کړي دي.
کندهار کې موټر بم ځانمرګي برید ۲۳ تنه ټپیان کړل
په کندهار ولایت کې د پولیسو پر یوه مرکز موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې د ځايي چارواکو په وینا ۲۳ تنه یې ټپیان کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید نن چهارشنبې د لیندۍ ۵ مه سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د کندهار ښار په عینو مینه سیمه کې د پولیسو پر یولسمې امنیتي حوزې شوی دی.

د دغه حوزې مرستیال موسی کلیم ویلي، په دغه موټر بم ځانمرګي برید کې ۲۳ تنه ټپیان شوي، چې ۱۷ تنه یې پولیس او ۶ تنه یې ولسي وګړي دي.

کورنیو چارو وزارت هم په کندهار کې د کرولا موټر په واسطه د موټر بم ځانمرګي برید پخلی کړی خو وایي، په برید کې شپږ پولیس ټپیان شوي دي.

خو د کندهار یوې بلې امنیتي سرچینې بیا ویلي، چې په دې برید کې ۱۴ پولیس او ۴ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا په ټپیانو کې د حوزې امر سمونوال فضلي احمد هم شامل دی.

ویل کېږي چاودنه ډېره زوروره وه او تر لرې سیمو پورې یې خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په بامیانو کې هم غبرګو چاودنو ۱۸ تنه وژلي او ۵۹ نور یې ټپیان کړي، چې کابو ټول یې ولسي وګړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي