۰

د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

یکشنبه ۲ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۹
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست مسوولین وايي، د سالنګونو لویه لار د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست مسوولین وايي، د سالنګونو لویه لار د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد ریاست نن یکشنبې د لیندۍ ۲ مه خبر ورکړي، چې سالنګونو کې د سختې واورې ورېدو له امله یاده لار د دواړو طرفو څخه د باروړونکو موټرو په مخ تړل شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې لار یخک شوې او دغه راز امکان لري، چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې د واورې ورښت دوام ولري.
 
په ورته وخت کې یاد ریاست وايي، واړه موټر په دغه لار تګ راتګ کولی شي، خو په دې شرط چې ځنځیر او یا چین ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي