۰

مایمی ولسوالۍ بېرته افغان ځواکونو نیولې

یکشنبه ۲ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۳
ملي دفاع وزارت وايي، د بدخشان ولایت مایمی ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.
مایمی ولسوالۍ بېرته افغان ځواکونو نیولې
ملي دفاع وزارت وايي، د بدخشان ولایت مایمی ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات پرون په یوه پاڼه کې ویلي، دغه ولسوالي یې په مکمل ډول د طالبانو له شتون څخه پاکه کړې.

خبرپاڼه وايي، پر دغه ولسوالۍ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ زوبله اوښتې خو کره جزیات یې نه دي ورکړي.

دفاع وزارت زیاتوي، چې مایمی ولسوالۍ کې یې دا مهال ګڼ شمېر تازه دمه ځواکونه ځای پر ځای کړي او طالبان نور نه شي کولی خلکو ته زیان ورسوي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوی، چې د افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

د یادونې ده سیمه ییز چارواکو د تېرې پنجشنبې په ورځ ومنله چې د مایمي ولسوالۍ د طالبانو له لوري نیول شوې ده.

د راپورونو له مخې د مایمي ولسوالۍ د سقوط پر مهال د امنیه قومندان او د امنیت د امر په ګډون له ۲۵ زیات امنیتي ځواکونو له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
دفاع وزارت تر اوسه امنيتي ځواکونو ته د اوښتې مرګژوبلې په هکله کوم څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي