۰
افراسیاب خټک، عمران خان ته!

کابل ته تر تګ وړاندې به د خپل هېواد کې د ترهګرو مرکزونه تړلي وو

پنجشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۴
د پښتونخوا وتلي سیاستوال او د پاکستان د سنا جرګې پخواني غړي افراسیاب خټګ یو ځل بیا د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر پالیسۍ نیوکه کړې ده.
کابل ته تر تګ وړاندې به د خپل هېواد کې د ترهګرو مرکزونه تړلي وو
د پښتونخوا وتلي سیاستوال او د پاکستان د سنا جرګې پخواني غړي افراسیاب خټګ یو ځل بیا د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر پالیسۍ نیوکه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خټک ویلي، په پاکستان کې د ترهګرو امن مرکزونه په افغانستان او پاکستان دواړو کې دناورین او خونړیو پېښو لامل دي خو پاکستانی حکومت یې پر وړاندې اقدام نه کوي.

نوموړي کابل ته د عمران خان سفر ته په اشارې ویلي، افغانستان ته د عمران خان تر سفر مخکې باید نوموړي لومړی په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه بند کړي وای.

د خټګ په وینا خان باید، د ناورین او فاجعې دا سرچینې له منځه وړې وای او بیا یې دې د سولې پیغام له ځان سره کابل ته وړی واي.

د یادونې ده، خټک تل د افغانستان پر وړاندې د پاکستاني استخباراتو او د دغه هېواد د حکومت سیاستونه غندلي او هغه یې په سیمه کې د ناورین او کړکېچ لامل بللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن پنشنبې د لړم ۲۹ مه کابل ته ورسېده.

خان به ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره د سولې پر بهیر، سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا او پرمختګ، سیمه ییز اتصال او دوه اړخیزه اړیکو خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي