۰
د ملي امنیت شورا غونډه:

پر کابل پوهنتون د برید نیول شوي عاملین باید مجازات شي

پنجشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۸
د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې پر کابل پوهنتون د شوي خونړي برید نیول شویو عاملینو ته د سخت سزا ورکولو غوښتنه وشوه.
پر کابل پوهنتون د برید نیول شوي عاملین باید مجازات شي
د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې پر کابل پوهنتون د شوي خونړي برید نیول شویو عاملینو ته د سخت سزا ورکولو غوښتنه وشوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا غونډه پرون چهارشنبې د لړم ۲۸ مه د ولسمشر غني په مشرۍ په ارګ کې شوې.

په غونډه کې د هېواد په عمومي امنیتي وضعیت بحث وشو او موظف امنیتي پلاوي د فراه ولایت د امنیتي وضعیت ارزولو په موخه د خپل وروستي سفر راپور وړاندې کړ.

دغه پلاوي ویلي، په مرکز او شاوخوا سیمو کې د بشپړ امنیت د تامین، د اخاذي مخنیوي او فساد سره د مبارزې په موخه لازم اقدامات شوي او لا هم جریان لري.
 
‎د ارګ خبرپاڼه وايي، په فراه ولایت کې د دولتي بنسټونو له لوري د اصلي هستې د ساتنې او مدیریت او د مافیا د نفوذ مخنیوي لپاره ملي دفاع وزارت ته د عاجلو اقداماتو لارښوونه وشوه.
 
‎دغه راز د کندهار ولایت د پولیسو د ظرفیت زیاتولو او په امنیتي وضعیت کې د ښه والي لپاره کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د دې ولایت د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو بهیر چټک کړي.
 
‎په غونډه کې د کابل پوهنتون تروریستي پېښې نیول شویو عاملینو ته د سختې سزا د تطبیق لپاره د هېواد عدلي او قضایي بنسټونو ته د هېواد د نافذه قوانینو په چوکاټ کې لازمې لارښوونې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي