۰
امرالله صالح:

د بشري حقونو کمېسیون دې یوازې راپورونه نه لیکي، عملي کار د وکړي

چهارشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۹
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د افغانستان د بشري حقونو پر خپلواک کمېسیون سختې نیوکې کړې او پر دغه کمېسیون یې غږ کړي، چې د بشر د حقونو د دفاع لپاره عملي کار وکړي.
د بشري حقونو کمېسیون دې یوازې راپورونه نه لیکي، عملي کار د وکړي
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د افغانستان د بشري حقونو پر خپلواک کمېسیون سختې نیوکې کړې او پر دغه کمېسیون یې غږ کړي، چې د بشر د حقونو د دفاع لپاره عملي کار وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح د نن چهارشنبې لړم ۲۸ مې د شپږ نیمو له امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې پر کابل پوهنتون د برید په اړه نور پرمختګ هم شوی او یو بل شریک یې هم نیول شوی دی.

ښاغلي صالح وايي، امنیتي ځواکونو دا ځل د رحمت الله په نوم یو کس چې په دغه جنایت کې یې مستقیم لاس درلود او د همدې هستې غړی و نیول شوی دی.

نوموړی زیاتوي، چې د نیول شوي کس اعترافات به ډېر ژر له خلکو سره شریک شي خو اوس د محرمیت په خاطر دغه جزیات نه شي ورکولی.

د ولسمشر لومړی مرستیال ویلي، له کابل پوهنتون څخه غواړي د یوه علمي بنسټ په توګه چې له دغه جنایت څخه زیامن شوی دعوا وکړي.

دی وایي، پر کابل پوهنتون او کوثر ښوونیز مرکز بریدونه په اصل کې د بشریت پر وړاندې یو ستر جنایت دی، چې باید د افغانستان ټوله ټولنه او نړیوال د دغه جنایت کوونکو پر وړاندې منسجم شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال په همدې تړاو د افغانستان د بشري حقونو پر خپلواک کمېسیون هم سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې دغه کمېسیون باید نور خپل همېشګي عادت څخه چې یوازې نیوکه کول دي راووځي او په دې پرخه کې عملي کار وکړي.

نوموړي زیاته کړې«هیله لرم چې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون له خپل همېشني عادت څخه چې یوازې انتقاد کول دي، راووځي، په دې برخه کې لستوڼي رابډوهي او کار وکړي، د خلک له دغه کمېسیون څخه یوازې د راپور لیکولو پرته دا غواړي، چې له حقونو څخه یې په نړیوالو ټولنو او نړیوالو موسساتو کې هم دفاع او خبرې وکړي.»

د یادونې ده، چې پر کابل پوهنتون د شوي خونړي برید په تړاو له دې وړاندې هم دوه تنه نیول شوي، چې لا هم پلټنې ترې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي