د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی له ایران چارواکو سره پر اقتصادي، سوداګریزه او ترانسپورټي همکاریو د خبرو لپاره ایران ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پلاوی مشري د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب کوي او پرون دوشنبې د لړم ۲۶ مه د ایران پلازمېنې تهران ته رسېدلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه پلاوی به د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وزیر عباس عراقچي سره د دوو هېوادونو د اوږدمهالو او هراړخیزو همکاریو د سند پر وروستي کولو هم خبرې وکړي.
سرچینه زیاتوي دغه راز به د ایران د خواف او د افغانستان د هرات ولایت ترمنځ د رېللارې پر پرانیسته به هم د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران بحث وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل