د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په کونړ ولایت کې د داعش وسله والې ډلې د یوه قاضي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه وايي، دوی تېره شپه (د تلې ۲۷ مه) د مرکز جلال آباد ښار د ۹ مې ناحیې اړوند سیمه کې یو لړ عملیات کړي.
سرچینه وایي، په دغه عملیاتو کې د داعش ډلې یو قاضي او اداري امر قاضي امین مشهور په ابو معاویه وژل شوی دی.
په ورته وخت کې یاد ځواکونه وایي، د جلال اباد ښار د ۷مې ناحیې په اخندزاده ګانو کلي کې د داعش ډلې یو تن د پلان ګذارۍ غړی محمد نبي چې په ایوبي هم مشور دی نیولی دی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار