ملي امنیت پلازمېنه کابل کې د وسله والو طالبانو د یوې ۱۵ کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد ریاست نن سه شنبې د تلې ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دغه ۱۵ کسیزه ډله د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوې ده.
د ریاست په خبرپاڼه کې دا نه دی ویل شوي، چې دغه کسان کله او د کابل په کومه سیمه کې نیول شوي، خو دا یې یوه خطرناکه ډله ښودلې ده.
د ملي امنیت ریاست وایي، دغه ډلې ته کابل کې د سیاسي څېرو، مخورو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ترور پلان ورکړل شوی و، چې هدف ته تر رسېدو وړاندې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا ونیول شول.
ملي امنیت خبرداری ورکړی، چې ډېر ژره به هغه نورې وسله والې او ترهګرې ډلې او شبکې ونیسي، چې کابل کې ماین چاودنې او تررورونه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل