۰

د افغانستان او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سوله خبرې کړې

شنبی ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۰
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر د قطر د بهرنیو چارو له وزیر او صدراعظم له مرستیال محمد بن عبدالرحمن سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د افغانستان او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سوله خبرې کړې
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر د قطر د بهرنیو چارو له وزیر او صدراعظم له مرستیال محمد بن عبدالرحمن سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر او ښاغلي عبدالرحمن تلېفوني مکالمه پرون جمعه د زمري ۲۴ مه شوې او دواړو په کې د بین الاافغاني مذاکراتو پر موضوع خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، دواړو لورو د مشورتي لویې جرګې د تصامیمو، د هغو د تطبیق، د زندانیانو د خلاصون او د سولې مذاکرو د پیل پر سلسله مفصلې خبرې وکړې.

ښاغلي اتمر هم په خپله ټوېټر پاڼه له عبدالرحمن سره د خبرو پلی کړی او قطر یې د افغانستان د سولې په پروسه کې یو ارزښتمن شریک بللی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، دواړو لورو د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو د پیل لپاره پر نېږدې همکارۍ سلاه وکړه.

د افغانستان او قطر د بهرنیو چارو وزیران پر داسې مهال د بین لاافغاني مذاکراتو پر پیل سلا کوي، چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې دغه خبرې د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شي.

ځینې سرچینې وايي، ښايي د راتلونکې دوشنبې په ورځ دغه مذاکرات پیل شي، چې طالبانو هم ورته چمتوالی نیولی او د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوی قطر ته د روانېدو په خاطر د کرونا ټېسټ هم شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي