د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون اعلان کړی، چې شرایطو ته په کتو به په افغانستان کې د خپلو سرتېري شمېر راکموي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پنټاګون په یوه اعلامیه کې ویلي، هڅه کوي په راتلونکو څلورو میاشتو کې د خپلو سرتېرو شمېر تر پنځو زرو راکم کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سرتېرو د کمولو پروسه به شرایطو ته په کتو او د امریکا له کانګرس او ناټو له متحدینو سره په موشوره مخ ته ځي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم په یوه مرکه کې ویلي و، چې ډېر ژر به افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر پنځه یا څلور زره پورې راکم کړي.
له افغانستان څه د امریکايي سرتېرو وتل هغه څه دي، چې امریکا یې په اړه په قطر کې له طالبانو سره هوکړه کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل