۰

غزني کې موټر بم او وسله وال برید۲۱ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

یکشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۱
سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د عامه ساتنې پر یوه کنډک موتر بم او وروسته ډلیز وسله وال برید شوی دی.
غزني کې موټر بم او وسله وال برید۲۱ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د عامه ساتنې پر یوه کنډک موتر بم او وروسته ډلیز وسله وال برید شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید پرون شنبې د زمري ۱۸ مه ماښام مهال د غزني مرکز اړوند د روضې کوتل په سیمه کې شوی دی.

د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، برید د هاموي موټر په واسطه د عامه ساتنې پر یو کنډک شوی، چې مرګ ژوبله هم لري.

نوموړي زیاته کړه، له موټر بم وروسته څو تنو وسله والو بریدګرو له امنیتي سرتېرو سره نښته پیل شوې، چې د کمانډو ځواکونو په رسېدو سره جګړه مهار شوې او بریدګر وژل شوي دي.

جمعه زاده د مرګ ژوبلې او وژل شویو بریدګرو د شمېر په اړه څه ونه ویل، خو تاییدوي، چې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته مهال د غزني د سیمه ییز روغتون رئیس ډاکټر بازمحمد همت وايي، تر اوسه روغتون ته ۷ جسدونه او ۱۴ ټپیان ور وړل شوي چې ټول نظامیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم پېښه تایید کړې خو دا یې نه دي ویلي چې برید کوونکي څو کسان او په کومې ډلې پورې تړاو لري.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کوم چا یا وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اختر وړاندې د ننګرهار په محبس هم لومړی موټر بم او وروسته ډلیز وسله وال برید وشو، چې جګړې تر ۲۴ساعتونو پورې دوام درلود.

په دغه برید کې هم د نظامیانو په شمول لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه واخیست.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي