سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې نیمروز ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۸ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون چهارشنبې د زمري ۱۵ مه د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د د نیمروز ولایت مطبوعاتي مسوول بهرام خېل وايي، د ملکي وګړو ټونس موتر له یوې سیمې بلې ته روان و، چې د سړک د غاړې ماین پرې چاودنه کړې.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
د بهرام خېل وايي، ماین د وسله والو طالبانو له لوري اېښودل شوی وو خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:نیمروز