۰

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ۱۵ طالبان وژل شوي دي

چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۶
په سویل کې امنیتي چارواکي وايي، د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ۱۵ طالبان وژل شوي دي
په سویل کې امنیتي چارواکي وايي، د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا دغه طالبان هغه مهال و وژل شول، چې دوی پر امنیتي پوستو برید وکړ.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی وايي، طالبانو د میوند په سره بغل او نصرو کارېز سمیو کې د پولیسو په مرکزونو بریدونه وکړل.

دی وايي، د طالبانو له برید سره سم هوايي ځواک لاس په کار شوی، پر طالبانو یې بمبار کړی او ۱۵ تنه یې ترې وژلي او ۱۱ نور ټپیان کړي دي.

نوموړي په جګړه کې د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویلي، خو ځینې امنیتي سرچینې د طالبانو په برید کې ۷سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د میوند ولسوالۍ یوې امنیتی سرچینې ویلي، په دغه سیمه کې لا هم جګړه روانه ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د زابل په ارغنداب کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه شوې، چې د چارواکو په وینا ۴ طالبان وژل شوي، پنځه ټپیان او د ولسوالۍ د سقوط مخه نیولې ده.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي