۰
امریکايي جنرال:

پر طالبانو باور نه دی پکار، امریکا باید سرتېری ونه باسي

سی شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۲
د امریکا د پوځ متقاعد جنرال او په اروپا کې د ناټو پخوانی جګپوړی قوماندان جېمز ستاوریدیس وايي، پر طالبانو باور نه دی پکار، امریکایي سرتېری باید له افغانستان څخه وایستل شي.
پر طالبانو باور نه دی پکار، امریکا باید سرتېری ونه باسي
د امریکا د پوځ متقاعد جنرال او په اروپا کې د ناټو پخوانی جګپوړی قوماندان جېمز ستاوریدیس وايي، پر طالبانو باور نه دی پکار، امریکایي سرتېری باید له افغانستان څخه وایستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړی په دې باور دی، چې امریکا باید په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له ۸۰۰۰ څخه راټیټ نه کړي ځکه چې طالبان د امریکا د اعتماد په ګټلو بریالي شوي نه دي.

جنرال ستاوریدیس له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې امریکايي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د پوځيانو وتل ودروي.

دغه پخوانی امریکايي پوځي وایي چې پر طالبانو هغه وخت اعتماد کیدای شي چې دغه ډله تاوتریخوالی ختم او د افغانستان له منتخب حکومت سره د سولې مذاکراتو ته حاضر شي.

د یادونې ده، چې امریکا د روان عیسیوي کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په دوحه کې له طالبانو سره د سولې موافقنامه لاسلیک کړه.

د دې سند له مخې، د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې باید په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شي او په ۱۴ میاشتو کې ټول بهرني پوځیان ووځي.

اوس په افغانستان کې شاوخوا ۸۰۰۰ پوځیان دېره دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي