ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو بریدونه مات او پر شاه یې تمبولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن دوشنبې د چنګاښ ۲۳ مه ویلي، طالبانو تېره شپه د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستونو ډلیز بریدونه پیل کړي.
دفاع وزارت وايي، د طالبانو له بریدونو سره سم افغان کمانډو ځواکونو پر وخت اقدام وکړ، د طالبانو بریدونه یې مات او هغوی یې په شاه وتمول.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه جګړه کې ۳ طالبان هم وژل شوي، دوه میله کلاشنکوفونه او یوه اندازه مهمات او تجهیزات یې د کومانډو ځواکونو لاس ته ورغلي دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه زیات شوي دي، چې د افغان حکومت په وینا دا خپله د سولې پر وړاندې د خنډ رامنځ ته کول دي.
جمهورخبري آژانس:کابل