طالبانو د هند په نیمه وچه کې له القاعده شبکې سره د دې ډلې د همکارۍ په اړه د امریکا د دفاع وزارت وروستی راپور رد کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، طالبان د هند د نیمې وچې په ګډون په هېڅ ځای کې له کومې بهرنۍ ډلې سره همکاري نه کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي، هڅه کوي د دوی او امریکا ترمنځ شوی تړون عملي او افغانستان ته سوله راشي.
اعلامیه وايي، له امریکايي چارواکو غوښتل شوي چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.
د امریکا د دفاع وزارت په یو نوي راپور کې ویلي، د هند په نیمه وچه کې د القاعده شبکه اوس هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او طالبان له دې ډلې سره همکارۍ ته دوام ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل