۰

کاپيسا او پکتیا کې ۲۹ طالبانو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۲
سیمه ییز چارواکي او امنیتي سرچینې په کاپیسا او پکتیا ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتو او درنې مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
کاپيسا او پکتیا کې ۲۹ طالبانو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز چارواکي او امنیتي سرچینې په کاپیسا او پکتیا ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتو او درنې مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، دغه نښتې پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۷ مه د دواړو خوا تر منځ شوې، چې ۲۹ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاپیسا یوه امنیتي سرچینه وايي، د تګاب ولسوالۍ په غزي خانخېلو کلي کې افغان ځواکونه د طالبانو له کمین سره مخ شوي او نښته رامنځ ته شوې ده.

د سرچینې په وینا د طالبانو په برید کې د پوځ ۷ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي، خو په متقابل برید کې بیا ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

بل‌خوا د پکتیا چارواکي وايي، د سې شنبې په ورځ د ګردېز په چاوڼۍ سیمه کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو نښته کې لږترلږه ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ۶ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي، ۷ تنه‌ یې ټپیان دي خو افغان ځواکونو ته مرګ‌ ژوبله نه‌ ده اوښتې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي