۰
امنیت شورا:

د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام د سولې هڅې زیانمنوي

یکشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۱
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدل به د سولې بهیر زیانمن کړي.
د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام د سولې هڅې زیانمنوي
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدل به د سولې بهیر زیانمن کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه  څرګندونې د یادې شورا ویاند جاوید فیصل نن یکشنبې د غبرګولي ۲۵ مه په یوه خبري غونډه کې وکړې.

نوموړي ټینګار وکړ، چې حکومت سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې یې د پام وړ او مهم ګامونه هم اوچت کړي دي.

خو په وینا یې طالبانو برعکس نه یوازې دا چې د سولې لپاره تاوتریخوالی نه دی کم کړی بلکې جګړې یې شدیدې کړې دي.

دی وايي، د سولې په روانو هڅو کې د طالبانو له لوري د جګړو او تاوتریخوالي ډېرول به د سولې هڅې زیانمنې کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند د زندانیانو د خلاصون په اړه هم وویل چې دا لړۍ به روانه وي او په نږدې ورځو کې به د طالبانو نور بندیان هم خوشي کړي.

د ملي امنیت شورا دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالبانو پر خپله ویب پاڼه په یوه تبصره کې وروستي وضعیت ته هیله مندي ښودلې وايي، افغان حکومت یې ۲ زره نور زندانیان هم خوشي کوي.

دوی زیاته کړې، چې له امریکا شوې توافقنامه که څه هم په پیل کې د ځیني خنډونو ښکار وه، خو اوس په بریاليتوب سره تطبیقېږي او دا ډله روان وضعیت ته هیله منه ده.

طالبانو ویلي، په تیرو څو اونیو کې له داوړو خواو ګڼ شمیر بندیان آزاد شوي دي او مقابل جانب وعده کړې چې په نږدې راتلونکې کې به پاتې دوه زره بندیان هم خوشي کړي.

مطلب کې وړاندې ویلي، وروستۍ پیښې او بریدونه د توافقنامې د تطبیق د مخنیوي په موخه ترسره کېږي خو په وینا یې روان وضعیت مثبت ارزوي او هیله لري، چې راتلونکي پړاوونه به په همداسې بریا ترسره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي