واشنګټن ټایمز ورځپاڼه په یوه مقاله کې لیکي چې افغانستان کې تر دې دمه جګړو تر کرونا ډېر قربانیان اخیستي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ورځپاڼه کې ټینګار شوي، چې په افغانستان کې تر کرونا هم د روانې جګړې پر ضد اقدامات اړین دي او ټول باید نور دغه خونړۍ جګړه ودروي.
په مقاله کې لیکل شوي افغانستان کې د کرونا له پیله تر دې دمه جګړو تر کرونا ویروس ډېر قربانیان اخیستي دي او د سولې هوکړې د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه کړې.
واشنګټن ټایمز لیکي تر هغه وروسته چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه ډېر شوي چې د اندېښنې وړ مسئله ده.
ورځپاڼه دغه راز لیکي طالبان له کلونو راهیسې د خپل حکومت د جوړولو لپاره هڅه کوي او د سولې هوکړې له لاسلیک سره ښايي خپل دغه هدف تعقیب کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل