سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ښار کې یوه ښخینه پولیسه د غلچکي بریدګرو په برید کې وژل شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د غوايي ۱۵ مه د کندهار ښار د شهیدانو څلور لارې ته نېږدې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی وايي، دغه ښځینه پولیسې د ښار په ۱۳ امنیتي حوزه کې دنده درلوده، چې نن سهار ۱۰ بجې شهیدانو څلور لاري ته څېرمه د غلچکي برید ګرو په ډزو وژل شوې ده.
دی وايي، بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو د پولیسو له خوا څېړنې او د هغوی د نیولو هڅې روانې دي.
تر اوسه چا د دې وژنې مسوولیت نه دی منلي.
د یادونې ده، چې په تېرو ۲ میاشتو کې دا پنځمه ښځینه پولیسه ده، چې په کندهار ښار کې په غلچکي برید کې وژل کېږي.
جمهورخبري آژانس: