۰

امریکا له افغانستان څخه خپل ۱۰۰۰ تنه قراردادیان وباسي

پنجشنبه ۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۹
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون چارواکي وايي، په پام کې لري، چې د کرونا ویروس له وېرې له افغانستان څخه خپل ۱۰۰۰ تنه قراردادیان وباسي.
امریکا له افغانستان څخه خپل ۱۰۰۰ تنه قراردادیان وباسي
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون چارواکي وايي، په پام کې لري، چې د کرونا ویروس له وېرې له افغانستان څخه خپل ۱۰۰۰ تنه قراردادیان وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یاد وزارت یوې لوړ پوړې چارواکې اېلن لارډ پرون له رسنیو سره خبرو کې کړې دي.

مېرمن لارډ زیاته کړې، په افغانستان کې روغتیايي خدمات کم دي نو اړ دي چې د خپلو زرو قراردادیانو د خوندیتوب لپاره دوی له افغانستان وباسي.

نوموړې ویلي، دوی په ټولو برخو کې د یادو کسانو ایستلو ته تیاری نیولی دی خو تر څنګ یې په افغانستان کې د مېشتو پوځیانو ترمنځ د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره اړین تدابیر هم ترسره شوي دي.

دغه امریکايي چارواکې دا نه دي ویلي چې دغه قراردادیان او یا ټول ټال څومره امریکایي پوځیان په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته دي.

خو تر دې وړاندې د درېیو کسانو د اخته کېدو راپورونه خپاره شوي چې اوس له افغانستان ایستل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي