۰

د تورخم له لارې د مسافرو د راتګ لړۍ پيل شوې ده

دوشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۱
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د تورخم له لارې د پاکستان څخه د افغان مسافرو د راتګ لړۍ پيل شوې ده.
د تورخم له لارې د مسافرو د راتګ لړۍ پيل شوې ده
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د تورخم له لارې د پاکستان څخه د افغان مسافرو د راتګ لړۍ پيل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي وايي، دغه لړۍ نن دوشنبې د وري ۱۸ مه  سهار شاوخوا اووه بجې پيل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، په دغه لړۍ کې هغه مسافر بېرته هېواد ته راګرځي چې له څو ورځو راهیسې په پاکستان کې بند پاتې وو.

خوږیاڼي وايي، هر څوک چې له تورخم دروازې راځي، بشپړ معاینات یې کېږي او تر هغه وروسته د کرنټین لپاره ځانګړي شوي ځای ته لېږدول کېږي.

د ننګرهار د والي ویاند زیاتوي، ټول راغلي مسافر به تر څوارلسو ورځو پورې کرنټین وي.

خوګیاڼی همدا راز وایي په هغو کسانو کې چې د کرونا نښې نښانې لیدل کېږي، ځانګړي ځای ته وړل کېږي.

هغه ټينګار وکړ چې هېڅوک له دې پرېکړې مستثنی نه دي او هر راغلی مسافر به د کرنټین موده تېروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي