د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو په برید کې د یو ملکي وګړي په ګډون۱۲ سیمه ییز او دوه ملي پولیس وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر ویلي، دغه پېښه تېره شپه په خواجه خار ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړی وايي، زیاته کړه:"طالبانو تېره شپه د امنیې قوماندانۍ د سرپرست پر کور باندې برید وکړ، د شپې تر یوې بجې دوام درلود.
دی هغه په وینا په دغه برید کې یو ملکي وګړی، دوه د ملي اردو سرتېري او ۹ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، چې په ټپیانو کې د تخار د امنیه قوماندانۍ سرپرست هم شامل دی.
طالبانو هم منلي، چې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې یې په یو برید کې ۲۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو ویلي تخار کې یې د ملي اردو او پولیسو په یوه مشترکه قرارګاه برید کړی چې په ترڅ کې یې ۱۲ سرتیري وژل شوي او د خواجه غار ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.
د خواجه غار ولسوال محمد عمر عمر د یاد خبر په تایید سره ویلي چې یو شمیر وسلې او مهمات هم طالبانو له ځان سره وړي دي.
جمهورخبري آژانس:تخار