هند د افغانستان پلازمېنه کابل کې د سکانو په عبادت ځای د نن ورځې ډلیز وسله وال ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هند د یاد برید په اړه په خپره کړې اعلامیه کې کاږي، چې د هند حکومت دا ترهګریز برید په کلکو ټکو غندي او د افغانستان له هندو او سکهـ لږکیو سره له هرې ممکنې لارې هر ډول مرستو ته چمتو دي.
په ورته وخت په کابل کې د امریکا سفارت هم دغه برید غندلی او د جنایت کارانو کار یې بللی دی.
په کابل کې د امریکا سفارت ویلي، سوله به هغه وخت راشي چې خلک خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي نه د زور او وسلو له لارې.
د یادونې ده، چې څلور تنه بریدګرو نن چهارشنبې د وري ۶ مه د کابل ښار د شوربازار په سیمه کې د سکانو پر یوه عبادت ځای برید وکړ.
کورنیو چارو وزارت رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز ځانګړو ځواکونو ویلي، چې تر شپږ ساعته جګړې وروسته یې څلور واړه برید کوونکي وژلي دي.
د دغه برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی او طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل