۰

هند کابل کې د خپل سفارت د پرانستو په لټه کې دی

سی شنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۹
هندي رسنۍ وایي د هند ديپلوماتیکې او امنیتي سرچینې په دې لټه کې دي څو په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستلو امکانات و ارزوي.
هند کابل کې د خپل سفارت د پرانستو په لټه کې دی
هندي رسنۍ وایي د هند ديپلوماتیکې او امنیتي سرچینې په دې لټه کې دي څو په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستلو امکانات و ارزوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې زیاته کړې، چې په وروستیو کې په کابل کې ګڼو هېوادونو خپل سفارتونه پرانیستي دي چې دې مسئلې هند هم هڅولی او غواړي په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

هند تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې ښايي په کابل کې د خپل سفارت ځينې څانګې پرانیزي.

پرون یې هم اعلان کړی و چې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو غونډه رابولي او په هغه کې د افغانستان په اړه خبرې کوي.

هند په سیمه کې ستر اقتصادي او مخ پر ودې هېواد بلل کېږي چې په تېرو حکومتونو کې یې له افغانستان سره تل ښې اړیکې پاللې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي