۰

هند: د پاکستان له شرط پرته افغانستان ته د غنم لېږد غواړو

یکشنبه ۷ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۲
هند له پاکستان څخه غوښتي، چې افغانستان ته د مرسته شویو غنمو د لېږد په برخه کې له شرطونو پرته ریښتینې همکاري وکړي.
هند: د پاکستان له شرط پرته افغانستان ته د غنم لېږد غواړو
هند له پاکستان څخه غوښتي، چې افغانستان ته د مرسته شویو غنمو د لېږد په برخه کې له شرطونو پرته ریښتینې همکاري وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي رسنیو راپور ورکړي، چې پاکستان ځینې شرطونه لري او د هغې پر اساس افغانستان ته د هند د مرستو شویو غنمو موټرو ته اجازه ورکوي.

د دغه رسنیو په وینا د پاکستان غوښتنه دا ده، چې د ګوادر تر بندر پورې دې مرسته شوي غنم په هندي موټرو کې راوړل شي او له هغې وروسته دې په پاکستاني موټرو کې افغانستان ته انتقال شي.

خو د سرچینې په خبره هند غواړي دغه غنم په مسقیم ډول افغانستان ته ولېږدوي.

د هند بهرنیو چارو وزارت که څه هم په دې اړه جزیات نه دي ورکړي، چې د پاکستان شرطونه څه دي، خو ټینګار یې کړي، چې پاکستان دې له شرطه پرته افغانستان ته د غنمو په لېږد کې ورسره همکاري وکړي.

هند له افغانستان سره ۵۰ زره ټنه غنم مرسته کړې، خو له هغې راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، پاکستان د دغه غنم د انتقال په برخه کې خنډونه رامنځ ته کوي.

که څه هم پاکستان ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له سفر وروسته پاکستاني چارواکو ژمنه وکړه، چې دغه غنمو ته به د لېږد اجازه ورکړي، خو تر اوسه یې دا اجازه نه ده ورکړې.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي