۰

هند هم غواړي په کابل کې خپل سفارت بېرته فعال کړي

چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۷
هندي رسنیو راپور ورکړي، هندي چارواکي هم لېواله دي، چې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیز او دیپلوماتیک فعالیت پیل کړی.
هند هم غواړي په کابل کې خپل سفارت بېرته فعال کړي
هندي رسنیو راپور ورکړي، هندي چارواکي هم لېواله دي، چې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیز او دیپلوماتیک فعالیت پیل کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندو ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، متحده عربي اماراتو، جرمني، جاپان، المان او د اروپايي ټولنې په ګډون یو شمېر هېوادونو په کابل کې د خپلو سفارتونو د بیا پرانستو پر امکاناتو خبرې پیل کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه کار هند هم دې ته لېواله کړي، چې په افغانستان کې د خپل حضور پر لارو چارو غور وکړي او خپل سفارت پرانیزي.

ورځپانې د ځینو هندي چارواکو له قوله ویلي، په افغانستان کې ډيپلوماتیک حضور او سفارت پرانیستل په دې مانا نه‌ دی چې طالبان په رسمیت وپېژندل شي.

په راپور کې دغه راز ویل شوي، هند غواړي په افغانستان کې د نوي حکومت سره اړیکي ولري، څو وکولای شي له خلکو سره مرستې وکړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د متحده عربي اماراتو په ګډون عربستان، جاپان او جرمني هېوادونو ویلي وو، چې غواړي خپل سفارتونه په افغانستان کې بېرته پرانیزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي