۰
هند ۱۸ نیوز:

طالبانو د ټول ګډونه حکومت لپاره د امریکا څخه ۴ میاشتې مهلت غوښتی

پنجشنبه ۱۸ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۴
هندي رسنۍ هند ۱۸ نیوز د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې طالبانو د ټول ګډونه حکومت لپاره د امریکا څخه ۴ میاشتې مهلت غوښتی دی.
طالبانو د ټول ګډونه حکومت لپاره د امریکا څخه ۴ میاشتې مهلت غوښتی
هندي رسنۍ هند ۱۸ نیوز د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې طالبانو د ټول ګډونه حکومت لپاره د امریکا څخه ۴ میاشتې مهلت غوښتی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ ویلي، طالبانو د دغه ۴ میاشتني مهلت غوښتنه څه موده مخکې د دوحې په تازه مذاکراتو کې له امریکايي لوري کړې ده.

سرچینه زیاتوي، طالب لوري ژمنه کړې چې دغه طرحه به د ۲۰۲۲ تر مارچ میاشتې بشپړه او له امریکایي او نورو لوریو سره شریک کړي.

 په راپور کې دا هم ویل شوي، چې طالبان له داسې ژمنو سره افغانان او نړۍ غولوي، څو پر واک د منګولو ټینګولو ښه فرصت پيدا کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې له دې یې په وار وار ټینګار کړی، چې د دوی حکومت ټول ګډونه دی.
خو تر څنګ یې دا هم ویلي، چې پخواني چارواکي کولی شي بېرته هېواد ته راشي خو د وزارت خوبونه دې نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي