۰

په هېواد کې د کرونا ویروس پنځه نورې مثبت پېښې هم ثبت شوې

دوشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۰
په افغانستان کې د کرونا ویروس د پنځه تازه مثبت پېښو په ثبتېدو سره په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۱ تنو ته ورسېده.
په هېواد کې د کرونا ویروس پنځه نورې مثبت پېښې هم ثبت شوې
په افغانستان کې د کرونا ویروس د پنځه تازه مثبت پېښو په ثبتېدو سره په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۱ تنو ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت تایید کړې، چې د کرونا پنځه تازه پېښې ثبت شوې او په دې سره د کرونا ویروس اخته کسانو شمېر په هېواد کې ۲۱ تنو ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت وايي، له دغه تازه ثبت شویو پېښو څخه دوه بیا هم په هرات، دوه په لوګر او یوه په بادغیس ولایت کې ثبت شوې ده.

په هرات کې د کرونا ویروس ټولې پېښې ۱۲، په سمنګان کې درې، لوګر دوه، بادغیس، کاپیسا، بلخ او دایکنډي ولایت کې بیا یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت وايي، تر دا مهال د ۲۶۳ شکمنو پېښو سمپلونه یا بېلګې مرکزي لابراتوارونو ته رسېدلي، چې ۲۱ یې مثبتې او ۲۴۲ یې منفي دي.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت وايي، یوه شکمنه پېښه لا هم په مرکزي لابراتوارونو کې تر څېړنې لاندې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي