د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب په کابل کې د المان سفارت له شارژدافیر کریسټوف پیلیکیس سره وکتل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امنیت شورا پر فسبوک پاڼه خپاره شوي معلومات وايي، دغه لیدنه نن یکشنبې د کب ۲۵ مه شوې ده.
په معلوماتو کې ویل شوي، په دې کتنه کې دواړو خواوو د سولې پر پروسې او په هیواد کې پر روان سیاسي وضعیت خبرې وکړې.
د سرچینې په وینا د ملي امنیت سلاکار هیله وښوده چې د سولې لپاره له لاسته راغلي فرصت نه په ښه توګه ګټه واخیستل شي او ټولې خواوې دې د سولې پروسې د بریالیتوب په موخه کار وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل