کویټي مشرانو او د امریکا د کانګرس مخکښ غړي لیندسي ګراهام هم ولسمشر محمد اشرف غني ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د کویټ ولیعهد شیخ نواف الاحمد الجابر الصباح او لومړي وزیر شیخ صباح الخالد الحمد الصباح د ټاکنو د پایلو هرکلی کړي او ولسمشر غني ته مبارکي ویلې ده.
دغه راز د امریکا د کانګریس مخکښ غړي لینډسې ګراهام ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بیا ځل ولسمشر انتخابېدو له کبله مبارکي ویلې ده.
نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه ټاکنو کې د افغانانو د جراتمندانه ګډون ستایلی او ویلي یې دي د عبدالله عبدالله او نورو لپاره چې په جمهوري ډول یې خپل غږ پورته کاوه، یوه سخته پروسه وه.
لینډسې ګراهام ویلي، کله چې په افغانستان کې د جمهوریت او ولسواکۍ خبره کېږي نو شاته د ستنېدو هیڅ اړتیا نشته.
د یادونې ده، چې اروپایي ټولنې، ملګرو ملتونو او یو شمېر امریکایي سناتورانو ولسمشر غني ته په ټاکنو کې بیا ځلي د بریالي کېدو مبارکي ورکړه.
د یادونې ده، چې ولسمشر غني پرون د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه د ولسمشرۍ وثیقه ترلاسه کړه او ټاکل شوې د یوې میاشتې په دننه کې د تحلیف مراسم ترسره کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل