د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کورونا ویروس د مخنیوي په خاطر له چین نه غوښتي، چې له دغه هېواده افغانستان ته ټول پروازونه ودروي او اجازه ورنه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز کابل کې د چین له سفیر وانګ یو نه غوښتي، چې له هغه هیواد څخه افغانستان ته راتلونکو سوداګریزو شرکتونو استازو او افغانانو ته د پرواز اجازه ورنه کړي.
دغه راز وزیر په دغه ټلیفوني خبرو کې د دغه هېواد په ووهان او نورو ښارونو کې د مېشتو افغانانو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له نوموړي غوښتي چې د هغوی روغتیا ته لازمه توجه وکړي.
هغه ویلي«د وضعیت تر ښه کېدو پوري د سوداګریزو شرکتونو استازو او یو شمېر هغه افغانان چې په دې وروستیو کې دغه هیواد ته تللي، هغوی ته افغانستان ته د پرواز اجازه ورنه کړۍ.»
په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو هم پر خپل ټوېټر ډاډ ورکړی چې افغانستان ته د یاد ویروس د داخلېدو په مخنیوي کې به لازمه همکاري وکړي.
هغه همدارنګه زیاته کړې چې د چین حکومت به په ووهان ښار کې د ۶۲ افغان محصلینو روغتیا ته هم لازمه پاملرنه وکړي.
عامې روغتیا وزرات د معلوماتو په اساس د کورونا ویروس د مخنیوي په هدف د افغانستان د څو ښارونو په هوايي ډګرونو کې په احتیاطي ډول څو روغتیايي ټېمونه په کار ګمارل شوي چې هیواد ته د راتلونکي کسان معاینه کړي.
د غه وزارت پخپلې اعلامیې کې ویلي چې تر دا مهاله په افغانستان کې د کورونا ویروس هیڅ علایم نه دي ثبت شوي.
تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم وویل چې له یاد ویروس څخه د مخنیوي په هدف یې په چین هیواد کې د مېشتو افغانانو د ژغورلو هڅې پيل کړي دي.
دغه وزارت په چین کې افغان سفیر ته سپارښتنه کړې وه چې په له ووهان ښار څخه د ۶۲ افغان محصلینو د ایستلو په اړه هم جدي تدابیر ونیسي.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش