د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز او کابل کې د چین سفیر وانګ یو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه پرون چهارشنبې د مرغومي ۲۵ مه کابل کې شوې او دواړو لورو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ویلي، چین هېڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او تل یې له افغانانو سره په خیریه کارونو کې پام وړ مرستې کړې دي.
د یادونې ده، چې په دې لیدنه کې دغه راز د اړوندو مرستندويه پروژو د پلې کولو تړون هم لاسليک شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل