۰

د بریتانیا دفاع وزیر: موږ باید نور پر امریکا خپله تکیه راکمه کړو

یکشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۱
د برېتانیا دفاع وزیر رابرټ والاس وایي، امریکا د نړۍ په رهبري کولو کې ناکامه شوې او برېتانیا باید نور پر دغه هېواد خپله تکیه راکمه کړي.
د بریتانیا دفاع وزیر: موږ باید نور پر امریکا خپله تکیه راکمه کړو
د برېتانیا دفاع وزیر رابرټ والاس وایي، امریکا د نړۍ په رهبري کولو کې ناکامه شوې او برېتانیا باید نور پر دغه هېواد خپله تکیه راکمه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې والاس زیاته کړې، بریتانیا باید خپلو سیاستونو کې بدلون راولي ځکه په وینا یې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ امریکا د نړۍ په رهبري کولو کې پاتې راغلې ده.

نوموړي د سوریې او عراق له جګړو څخه د امریکا شاتګ ته په اشارې ویلي، د امریکا شاتګ ته په کتو بریتانیا ته په کار ده چې په خپلو دفاعي پروګرامونو کې تغیرات راولي.

د برېتانیا دفاع وزیر ویلي، دوی په ۲۰۱۰ میلادي کال کې فکر کاوه چې له امریکا سره په ایتلاف کې پاتې کېدل غوره دي خو اوس دا حقیقت بدل شوی دی او فکر نه کوي نور یې له دې هېواد سره ملګرتیا دوام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي