سیمه ییز چارواکي تاییدوی، چې ناپېژانده کسانو هلمند ولایت کې د سمون په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو یو کارکوونکی وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، وژل شویو کارکوونکی سفر محمد اتل نومېږي.
د هغه په وینا سفر محمد اتل چې د سمون په نوم راډیو کارکوونکی و، تېره شپه ناپېژانده کسانو د چړې په ګوزارونو وژلی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د سفر محمد اتل مړی نن پنشنبې د مرغومي ۱۲ مه د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د دویمې حوزې اړوند کارته لګان سیمه کې موندل شوی دی.
عمر ځواک وايي، د دغه قتل لامل تر اوسه معلوم نه دی، خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
د دغه وژنې مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:هلمند