۰

د ثبات او همپالنې ټیم په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې اجازه ورکړه

شنبی ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۶
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په خپلو پلویانو غږ وکړ، چې د ټاکنو کمېسیون په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې اجازه ورکړي.
د ثبات او همپالنې ټیم په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې اجازه ورکړه
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په خپلو پلویانو غږ وکړ، چې د ټاکنو کمېسیون په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې اجازه ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډاکتر عبدالله تېره شپه (د لیندۍ ۲۲مه) ناوخته په یوه خبري غونډه کې و ویل، دا پرېکړه یې د ټاکنیزو شکایتونوکمېسیون په غوښتنه کړې ده.

سرپل، بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب، پنجشېر او جوزجان هغه ولایتونه دي چې د عبدالله عبدالله پلویانو په کې د رأیو بیاشمېرنې او تفتیش مخه نیولې وه او د انتخاباتي ولایتي دفترونه یې تړلي وو.

اوس د ښاغلي عبدالله ویلي، چې د ټاکنو کمېسیون دې له شنبې (قوس ۲۴مې) په اوو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش ترسره کړي.

خو ټینګار یې وکړ، چې د ثبات او همپالنې ټیم د شاوخوا ۳۰۰ زره لانجمنو رایو جلا او ځانګړی تفتیش غواړي او هغه رایې ورته د منلو نه ده، چې تر ټاکلي وخت وړاندې یا وروسته کارول شوې دي.

هغه زیاته کړه« موږ وغوښتل په قانوني اقدام سره د کمېسیون غوږ ته مو غږ ورسېږي، کمېسیون ونه غوښتل دا غږ واوري، کله چې د انتخاباتي شکايتونو کمېسیون په غوښتنه له خلکو دا غوښتنه کوو، معنى يې دا نه ده چې موږ هغه ١٠٢زره رأيې چې تر ټاکلي وخت بهر کارول شوي، منو، هېڅکله نه. دا قانوني نه دي. نورې ١٣٧زره رايې مو هم نه دي منلي. د هغوى لپاره د جلا او ځانګړي تفتيش غوښتنه لرو. ځکه مشکوکې رايې دي او د هغوى په اړه قانع کوونکي دلايل نه شته.»

د ثبات او همپالنې ډله ادعا لري چې شاوخوا ۳۰۰ زره رايې د ټاکنو د قانون او طرزالعملونو له مخې باطلې دي او باید له سیسټمه وویستل شي، خو د ټاکنو کمېسیون یې معتبرې ګڼي.

په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون وایي، په اوو ولايتونو کې د رأیو د بياشمېرنې او تفتيش ته د اجازې په ورکولو سره به د ابتدايي پایلو اعلان ته لاره هواره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي