د سټار اینډ سپراییس مجله په یوه راپور کې وايي، امریکا، افغانستان ته د جګړې لپاره تر ټولو سترې او په لایزري وسلو سمبال پوځي الوتکې لېږلې دي.
د
جمهور خبري آژانس دغه مجلې زیاته کړې، دا الوتکې ګوسټ رایډرز نومېږي او د مخالفینو پر ضد عملیاتو کې تر اوسه بریالۍ دي.
په راپور کې ویل شوي، دغه الوتکو ته د اسماني اروا نوم هم ورکړل شوی دی او هره شپه د افغان خاورې پر حریم پروازونه کوي.
مجلې د امریکایي چارواکو له قوله ویلي دغه الوتکې پر طالبانو د بریدونو د زیاتېدو حکم تر صادرېدو وروسته افغانستان ته د عملیاتو لپاره رااستول شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل