سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیکا ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون شنبې د لړم ۱۱ مه د پکتیکا ولایت د سرروضې ولسوالۍ په سلطاني کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمود ارین وايي، ماین وسله والو طالبانو ځای پر ځای کړی و، چې د ملکي وګړو پر سراچه موټر یې چاودنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو په ګډون ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
که څه هم چارواکي وایي، ماین طالبانو اېښودی و خو طالبانو په دې اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم مسوولیت چا منلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په طاهریانو کلي کې هم د ښوونځي پر ماشومانو خښ شوي ماین چاودنه کړې وه او ۹ زده کوونکي یې وژلي وو.
د دغه چاودنې مسوولیت هم تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:پکتیکا